د ژړۍ ولسوالي قومي مشرانو کندهار والي سره وکتل

په لیدنه کې راغلو مشرانو د ځمکې پر سر د رامنځته سوې لانجي ترڅنګ د روغتیا، پوهني، بیارغوني او ټولنیزو مسایلو اړوند ستونزي شریکې او د حل غوښتنه یې وکړه.
کندهار والي راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړ چي د ستونزو د قانوني حل په موخه به سیمې ته هیئت ولیږي، څو ځمکه تثبیت او اصولي پریکړې ته لاره هواره شي.