لوګر والي د بېلابېلو سیمو له قومي مشرانو سره ولیدل

 

د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزي په خپل کاري دفتر کې د څرخ او محمد آغې ولسوالیو اړوند د بیلابیلو سیمو له قومي مشرانو سره ولیدل.
په پیل کې راغلو قومي مشرانو د خپلو سیمو اړوندې ستونزې، غوښتنې او یو لړ وړاندیزونه له والي سره شریک او په ټراو یې د ولایتي ادارې له رهبرۍ څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
ښاغلي اسحاقزي د یادې سيمې مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ستونزو دحل په برخه کې د هرراز مرستې ډاډ ورکړ.