پكتيا: احمدابا ولسوالۍ کې د ګرګي خيلو کلي ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړیږي

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د یادې ولسوالۍ ولسوال حضرت محمد رودوال, یوشمېر مسوولینو او د یادې سیمې مشرانو ګډون کړی وو.
دغه یو پوړیزه ښوونځي د یو کال په موده کې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لوري، د شپاړس میلیونه افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړیږي چې څلور ټولګي، دوه اداري خونې، یو کمپيوټر او ځیني نور اړین ملحقات به ولري.