د لغمان والي د مرکز اړوند د چهاردهي، باغ مرزا، حیدرخانیو او مشه خیلو د یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل

په دې لیدنه کې راغلو قومي مشرانو د خپلو سیمو اړوندې ستونزې اوغوښتنې په ځانګړي توګه د چهاردهي سیمې ته نږدې د الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو د ښوونکو لپاره د ټاکل شوي ښارګوټي اړوند ځینې مسایل د لغمان والي سره شریک او د حل په برخه کې یې د مرستې غوښتنه وکړه.

لغمان والي محمد آصف ننګ راغلو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ستونزو دحل په برخه کې د هرراز مرستې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: ولایتي اداره هڅه کوي چې د مرکز او ولسوالیو ټولو اوسیدونکو ته په بېلا بېلو برخو کې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي.