د ژړۍ ولسوالۍ اړوند پاشمول سيمه کي پر ارغنداب رود استنادي دېوال جوړیږي

د یادې استنادي دېوال د بنسټ ډبره د کندهار والي حیات الله حیات او یو شمېر مسوولینو له لوري کېښودل شوه.
دغه استنادي دېوال چې ۲۲۰۰ متره اوږدوالی او ۴ متره لوړوالی لري، د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د ۴۸،۱ میلیون افغانیو په لګښت رغول کیږي.
د یادونې ده چې ديادي پروژې په تطبيق سره به د ژړۍ ولسوالۍ اړوند د ماتشم او چهارکوڅه سيمو ځمکي د سيلابي اوبو څخه خوندي ش