ګوملې ولسوالۍ قومي مشرانو د پکتیکا له والي سره ولیدل

د پکتیکا ولایت د کوملې ولسوالۍ قومي مشرانو د یاد ولایت له والي مجیب الرحمن څمکني سره د خپلو سیمو اړوندې ستونزې، غوښتنې او ولاندیزونه دحل په موخه شریک او په تړاو یې د ولایتي ادارې له رهبرۍ څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
ښاغلي څمکني راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه: د متوازن پرمختګ له مخې به په یاده ولسوالۍ کې د پوهنې، روغتیا او بیا رغونې په برخو کې چارې ګړندۍ کېږي او دغه ولسوالۍ به د لاډېرو پرمختګونو شاهده وي.