جلال اباد ښار کې د کوڅو،پلې لارو،ویالو او سړکونو جوړولو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

 

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښاروالۍ په همغږۍ د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې، د ښار د درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې؛ د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت، د کوڅو،پلې لارو، ویالو او سړکونو د جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یادې پروژې څخه به ۱۶۶۱ کورنۍ په مستقیم ډول ګټه پورته کوي.