لغمان: د یوه استنادي دیوال د جوړېدو چارې پیل شوې

لغمان: د یوه استنادي دیوال د جوړېدو چارې پیل شوې
د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ د جمشید آباد په سیمه کې د ۲۰۰ متره استنادي دیوال د رغونې چارې د کار په مقابل کې د غذا پروګرام له لارې پیل شوې.
ياده پروژه د نړيوال خوراکي سازمان (WFP) په مالي لګښت د شپږو مياشتو په موده کې ترسره کیږي.
د نوموړې پروژې په بشپړېدو سره به د سيمې سلګونه کورونه او کرنيزې ځمکې د سېلابونو له زيانونو څخه خوندي شي.