غزني کې د ولسمشرۍ ټاکنو په ملاتړ او د ښځو د ګډون د ارﺯښت په تړاو غونډه وشوه

په یاده غونډه کې، چې د لسګونه ښځو ترڅنګ، ګڼ شمېر ديني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو ګډون کړى ؤ، د غزني والي وحیدالله کلیمزي، له سياسي بحرانونو څخه د هيواد د وتلو يوازینۍ لار د ديموکراتيک نظام دوام او د رڼو ټاکنو له لارې د واک ليږد وباله.
ده دغه راﺯ له ولسونو وغوښتل، چې په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او د رایو په کارولو سره وړ کس ته د هيواد د ﺯعامت واک وسپاري.
کليمزي په ټاکنو کې د ښځو رول مهم او ټاکونکى وباله او له ولسونو يې وغوښتل، چې ښځو ته په ټاکنو کې د ګډون اجاﺯه ورکړي.