کونړ والي د رسنیو ترمنځ په همغږۍ ټینګار وکړ

کونړ والي عبدالستار میرزکوال د خبریالانو او رسنیو د مصوونیت او امنیت خوندیتوب ګډې کمېټې غونډې په ترڅ کې، وویل، چې د ملکي ادارو ،امنیتي ارګانونو او خبریالانو ترمنځ باید د همغږي پیاوړتیا په موخه هڅې ګړندۍ شي. ترڅو خبریالان په پوره ډاډمنه فضا کې د ژورنالیزم د اصولو او اخلاقو په رڼاکې خپلې چارې پرمخ یوسي.
د ازاد بحث په ترڅ کې یو شمېر خبریالانو او د رسنیو چارواکو له حکومتي ادارو وغوښتل، چې په ادارو کې د مالوماتو ورکولو دود لاپیاوړی او په خپل وخت له رسنیو سره د پېښو مالومات شریک کړي.