ننګرهار والي له خلکو وغوښتل، چې په ټاکنو کې برخه واخلي

شاه محمود میاخېل د کورنیو چارو وزارت له لوري د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د پولیسو او خلکو ترمنځ همغږۍ او همکارۍ تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل: په دې ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره په امنیتي او تخنیکي برخه کې بشپړ چمتوالی نیول شوی او اوس د ولس مسؤلیت دی، چې په ملي پروسه کې ګډون وکړي .
ده د نوماندانو له استازو، اړونده ارګانونو او ننګرهار مېشتو څخه وغوښتل، چې د فساد څخه پاکو ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي او روانه ملي پروسه له دې ولایت څخه بریالۍ کړي .
د ننګرهار د ټاکنو خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې، په یاد ولایت کې به ۳۹۵ مرکزونو او ۲۵۳۴ محلاتو کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.