لغمان والي: د قرغیو ولسوالۍ ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د سیمه ییزې حکومتولۍ د لا ښه والي په موخه به نور هم کوټلي ګامونه واخیستل شي.

لغمان والي: د قرغیو ولسوالۍ ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د سیمه ییزې حکومتولۍ د لا ښه والي په موخه به نور هم کوټلي ګامونه واخیستل شي.

لغمان والي محمد آصف ننګ، دغه څرګندونې د قرغیو ولسوالۍ له ولسونو سره د امنیت، حکومتولۍ، انکشاف او قومي یووالي په موخه جوړه شوې غونډه کې وکړې.

هغه له دیني عالمانو او قومي مشرانوغوښتنه وکړه چې د ممبر له لارې دې ولسونه په ټاکنو کې د ګډون، د امنیت په تینګښت او په ځينو ټولنیزو موضوعاتو کې د هڅولو ترڅنګ دې خپل هر اړخیز مسوولیت تر سره کړي.