چپرهار کې د نجونو د یو ښوونځي د بیارغونې چارې پيل شوې

ننګرهار ولایت کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست اړوند، د ولسي تړون اقرا پروګرام له لوري د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت؛ د چپرهار ولسوالۍ په حافیظانو سیمه کې د نجونو د یوې لېسې د بیارغونې چارې پېل شوې.
د یادونې وړده چې د یاد ښوونځي لپاره پنځه دانې تشنابونه، د اوبو یوه څاه او د ۲۶۰ متره په اوږدوالي د احاطي دیوال هم جوړیږي چې د درې میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.