چپرهار کې د یو ښوونځي د بنسټ تیږه کېښودل شوه

 

ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ په تره کي سیمه کې، د اقراء برنامې له لوري د څه باندې اووه میلیونه او سل زره افغانیو په ارزښت؛ د هلکانو د یو ښوونځي د جوړولو چارې پېل شوې.

دغه ښوونځی لس اداري او درسي خونې، پنځه تشنابونه، د پاکو اوبو څاه او اړین محلقات لري، چې د درېیو میاشتو په اوږدو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.