خوست ښاروالۍ کې د مراجعینو لپاره د خدماتو مجهز مرکز پرانیستل شو

 

په همدې اړه جوړو شوو مراسمو کې خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان، د بېلابېلو ادارو رییسانو د پوهنتون استادانو، ګذر وکیلانو، متنفذینو، د رسنیو استازو او ځوانانو برخه اخیستي وه.

د مراجعینو دخدماتو یاد مرکز د UNDP مؤسسې په چوکاټ کې د لوګو برنامې له لوري د ۴۷۹۵۰۰۱ افغانیو په ارزښت د اتو میاشتو په موده کې رغول شوی دی او د مراجعینو لپاره په کې ټول اړینې آسانتیاوي په پام کې نیول شوې دي.