چپرهار ولسوالۍ کې د نجونو د یو ښوونځي د جوړولو چارې پېل شوې

ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ للمې کلي کې د اقراء برنامې په چوکاټ کې؛ د شپږ ميليونه اته سوه يو اتيا زره او پنځه سوه اتيا افغانيو په مالي لګښت؛ د نجونو د يو ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یادونې وړده چې دغه ښوونځی د دريو مياشتو په موده کې رغول کیږي، چې شپږ تدريسي خونې، درې تشنابونه، يوه د پاکو اوبو څاه او څلور سوه متره د احاطې ديوال لري.