چپرهار کې د نجونو د یو ښوونځي د رغولو چارې پېل شوې

ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ په غلام ډاک کلي کې؛ د ولسي تړون اقرا پروګرام له لوري، د نجونو د یو ښوونځي ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د معلوماتو له مخې یاد ښوونځی د نهه میلیونه او نهه سوه زره افغانیو په مالي لګښت؛ د درېیو میاشتو په اوږدو کې جوړیږي، چې لس تدریسي خونې، پنځه تشنابونه، یوه د پاکو اوبو څاه، څلور سوه متره د احاطې دیوال او نور ضروري ملحقات لري.