لغمان: د مهترلام حلقوي سړک ګټې اخیستنې وسپارل شو

د مهترلام ښار حلقوي سړک, د لغمان والي محمد اصف ننګ سربېره, د ټرانسپورټ وزارت تخنیکي مرستیال او یوشمېر مسوولینو له لوري, ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
.
د معلوماتو له مخې, د مهترلام حلقوي سړک ۳,۵ کیلومتره اوږد والی, ۲۴ متره عرض سربېره ۳۲ پلچکونه او ۳۲۰ متره کانال لري.

د یادنې وړده چې یاد سړک د دوو کلونو په اوږدو کې, د ۲۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت رغول شوی دئ.