کندز ولایت کې د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ د کرنیزو توکو نندارتون پرانیستل شو

 

په دې پرانست غونډه کې د کندوز ولایت مرستیال والي نجیب الله عمرخیل په ګډون، د بیلابیلو دولتي ادارو مسوولینو، اوبزګرانو ګډون کړی وو.

مرستیال والي، بزګران د کرنې په برخه کې وهڅول او ټينګار يې وکړ؛ چې د کندوز ولایت سیمه ییزه رهبرۍ د کرنې د ودې لپاره ځانګړې پاملرنه لري.

د دې نندارتون په شاوخوا ۳۰ غرفو کې، د کندوز د بزګرو کرنیز توکي او محصولات، وطنۍ قالینې، د ښځو لاسي صنایع، تیارې شوې وچې او تازه مېوې؛ د دوو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کېږي.