د خوست نړیوال هوايي ډګر کې د یوشمېر پروژو د بنست دبرې کېښودل شوې

د یادو پروژو د پرانیستې او بنسټ ډبرو د اېښودو په مراسموکې د خوست والي محمد حلیم فدایي سربېره، د کابینې یوشمېر وزیرانو ګډون کړی وو.

په پیل کې د خوست د هوايي نړیوال ډګر د اطفايې ودانۍ، هوا پېژندنې ودانۍ، ۸ ټاورونو، د ۱۱۲۸ متره کانال، د موټرو تم ځای، ۱۰،۶۵ کیلو متره حلقوي سرک او ځینې نورې پروژې چې ۷۳ ملیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی وو، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

ورپسې د ۹۹۱ میلیونه افغانیو په ارزښت، د هوايي ډګر د ترمېنل، اپرون، کنټرول ټاور، د موټرو پارکینګ او یوشمېر نورو پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.