خوست کې د یوشمېر پروژو د جوړېدو چارې پېل شوې

د یادو پروژو د پرانیستې او بنسټ ډبرو د اېښودو په مراسموکې د خوست والي محمد حلیم فدایي سربېره، د کابینې یوشمېر وزیرانو ګډون کړی وو.

د ۵۹۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۴۷ پروژو د جوړېدو چارې پېل شوې. او همداراز د ۵۰ نورو پروژو چې پنځه لوی پلونه په کې شامل دي، د ۳۶۹ میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.