سره رود ولسوالۍ کې ۲۵۰ جریبه ځمکه د غصب څخه وژغورل شوه

ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ بهاوي سیمه کې، په ۲۵۰ جریبه ځمکه باندې د غاصبینو له لوري جوړې څلور دیوالۍ او سنګ کارۍ، د مسوولینو له لوري ونړول شوې.

د سره رود ولسوالۍ، ولسوال وایی: د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په لارښوونه یې، په یاده ولسوالۍ کې، املاکي کمیسون فعال کړی، چې له دې ورسته به په یاده ولسوالۍ کې، نورې دولتي ځمکې هم، د غاصبینوله منګولو وژغوري او عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپاري.