لويې پکتيا ته به ځانګړې پاملرنه کېږي

د لويې پکتيا لسګونو قومي مخورو او ځوانانو د خپلو ولايتونو پر ستونزو او ورپېښو ننګونو د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له رهبري سره خبرې وکړې.

دغه ليدنه تېره ورځ ناوخته وشوه چې پکې د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومي رييس عبدالمتين بېګ، مالي او ادارې معين روح الله نيازي، د سيمه‌ييزو ارګانونو د ادارې رييسانو او د پکتیکا، پکتیا، خوست او لوګر مخورو برخه درلوده.

قومي مشرانو او ځوانانو په خپلو ولايتونو کې په ټولنیزو، سیاسي او ځينو نورو برخو کې خپل وړاندیزونه او غوښتنې د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له رهبري سره شريکې کړې او په ځينو برخو کې يې د همکاري غوښتنه وکړه.

د بندو شويو لويو لارو پرانيستنه، په حکومتي دستګاه کې د دوی شموليت، د امنیت ټینګښت، د اوبو زېرمې، د شهیدانو د کورنیو لاسنیوی او د روغتیا په برخه کې د حکومت همکاري د دوی اساسي غوښتنې وې.

غونډې ته د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومي رييس عبدالمتين بېګ په خپلو خبرو کې وويل چې لويه پکتیا د نظام په ملاتړ، د سيمو په ساتنه، سرښندنه او هېواد او خلکو ته د قرباني په ورکولو کې تر هيچا شا ته نه ده پاتې او بايد حکومت ځانګړې پاملرنه ورته وکړي.

ده وويل، د لويې پکتيا ولايتونو په وروستيو کې پرمختګ کړی، خو بايد لا زياته توجه ورته وشي.

بېګ وويل، د حکومت د پالیسي په اساس، تر دې وروسته زیاته پاملرنه ولسوالیو او ولایتونو ته کېږي چې په له امله به يې ډېره ګټه لېرې پرتو سيمو ته ورسېږي.

ده ډاډ ورکړ چې اداره به يې د لويې پکتيا او د دغو ولايتونو د خلکو غوښتنو ته پام کوي او په دې سربېره به يې، ستونزې او مشکلات له نورو اړوندو ادارو سره شريکوي چې پر وخت يې حل کړي.