هيڅ والي، ولسوال او ښاروال په ټاکنيزو چارو کې د مداخلې حق نه لري

د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د عمومي رييس د دويمې امرييې په اساس، هيڅ والي، ولسوال، ښاروال او د دغې ادارې نور کارکوونکي نه شي کولای د ولسمشريزو ټاکنو په چارو کې مداخله وکړي.

دغه امرييه چې د ولسمشر د ۴/۵/۱۳۹۸ نېټې د اووم فرمان د لا ښه تطبيق په موخه ورکول شوې، په اساس يې د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې کارکوونکي په ټاکنيزو چارو کې له هر ډول مداخلې، لاسوهنې او د نوماندانو په ګټه يا زيان له فعاليتونو څخه راګرځول شوي دي.

په دې سربېره، د ټولو ولايتونو واليان مکلف دي چې په اړوندو ولايتونو کې ټاکنيزې چارې له نږدې وڅاري او ډاډ تر لاسه کړي چې حکومتي کارکوونکي په دغه پروسه کې لاس‌وهنه و نه کوي.

د سيمه‌ييزو ارګانونو د عمومي رييس د امرييې په اساس، واليانو او ولسوالانو ته دنده سپارل شوې ده چې د ټاکنو په اړه د خلکو د پوهاوي، په ټاکنو کې د خلکو د برخې اخيستنې په پار د هغوی په هڅولو او د ټاکنيزو دفترونو او پروسو د امنيت په ټينګښت کې رغنده رول ولوبوي.

د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې يوه کميټه ټاکلې چې د ولايتونو په کچه به ټولې چارې له نږدې څاري او د ستونزو او ننګونو د پېښېدو پر مهال به د ادارې رهبري ته خبر ورکوي.

د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره