عبدالبصیر ګلاب د بهسود ولسوالۍ د نوي ولسوال په توګه دنده پېل کړه

د ننګرهار ولايت د بشري سرچينو رئيس احمدي ضياء عبدالزي، چې يو شمېر نورو مسئولينو يې هم ملتيا کوله، عبدالبصير ګلاب یې د بهسود ولسوالۍ کارکوونکو ته د نوي ولسوال په توګه وروپيژنده.

نوموړي نوي ولسوال ته په دنده کې د بريا هیله وکړه. د ولسوالۍ کارکوونکو ته يې سپارښتنه وکړه، چې نوي ولسوال سره په ټولو قانوني چارو کې مرسته وکړي.

د بهسودو نوي ولسوال عبدالبصير ګلاب د ولايت مقام رهبرۍ له باور څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې خپله دنده به پوره صداقت او ايماندارۍ پر مخ يوسي.

عبدالبصير ګلاب د حقوقو په برخه کې لوړې زده کړې کړي او يوه دوره يې د ننګرهار ولايتي شورا د وکيل په توګه دنده تر سره کړې ده.