په شینکۍ ولسوالۍ کې د درېیو ښوونځيو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې، د پوهنې ریاست له لوري، د ولسي تړون د اقرا برنامې په مالي لګښت، د درېیو ښوونځیو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یادو ښوونځیو د بنسټ د ډبرې اېښودو په مراسمو کې، د شینکۍ ولسوالۍ، د ولسوال حاجي امیرجان الکوزي، سربېره دیادې ولسوالۍ ملکي او نظامي مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو برخه اخستې وه.