ګوشته کې دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه او غاصبين د قانون منګولو ته وسپارل شول

ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوال غالب مجاهد د يو شمېر نورو مسئولينو په ملتیا د دې ولسوالۍ د سربند ټاپو سيمه کې هغه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړه، چې په دې وروستيو کې غصب شوې وه او غاصبينو پرې د کورونو جوړولو هڅې کولې.

د ګوشتې ولسوال وويل: چې مسوولینو سره يو ځای يادې سيمې ته ولاړ د ځمکې پلټنه يې وکړه، چې په پایله کې ځمکه دولتي وپيژندل شوه او درې تنه غاصبين تر نېول کېدو وروسته امنې قوماندانۍ ته وسپارل شول.