ننګرهار کې د ساختماني توکو یو لابراتوار پرانستل شو

د سټنډرډ ملي ادارې له لورې د افغانستان په کچه، د لومړي ځل لپاره د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ساختماني توکو لابراتوار په ننګرهار کې، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

په یادو مراسمو کې د ننګرهار د والي شاه محمود میاخیل سربیره ګڼ شمېر چارواکو او سوداګرو ګډون کړی وو.

ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل: ددې لابراتوار په پرانستلو سره به سوداګروته سهولتونه برابر، د فساد مخنیوي ترڅنګ به هېوادوالو ته باکیفیته توکي وړاندې شي.

د معلوماتو له مخې افغانستان ته ۱۶۰ ډوله ساختماني توکې را لیږدول کیږي، چې په یاد لابراتوار کې به د هغه توکو ټیسټونه وشي، چې له امله یې د کاریدو پر مهال خطرات رامنځته کیږي او کاریدل یې په اقتصاد منفي اغیز کوي .