ننګرهار د څلورو ولسوالیو اوسېدونکو ته د شاتو مچۍ او د مچيو د روزنې اړين توکي ووېشل شول

ننګرهار ولايت کرنې رياست اړوند د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې NHLP له لوري، د څه باندې دوه ميليونه او دوه سوه زره افغانيو په مالي لګښت، د روداتو، سره رود، بټي کوټ، او ګوشتې ولسوالیو اوسېدونکوته د شاتو مچۍ او د مچۍ ساتلو اړین توکي ووېشل شول.

دیادونې وړده چې هر روزونکي ته پنځه صندقه د شاتو مچۍ، پنځه کيلو موم، د دود پمپ، د کار جامې، شانه، موم تراش، څلور خوراکه دانې، د زده کړو کتاب او هرو لسو تنو ته د شاتو ويستلو ماشين ورکړل شول.