د عبدالمتين بېګ په مشري لوړپوړی پلاوی غور ته لاړ

نن د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر عبدالمتين بېګ په مشري د کورنيو چارو، دفاع او ملي امنيت رياست يو لوړ رتبه پلاوی د وضعيت د څېړلو په موخه غور ته لاړ.

په دغه پلاوي کې چې مشري د سيمه‌ييزو ارګانونو عمومي رييس کوله، د ملي دفاع وزارت لومړی معاون ډاکټر ياسين ضيا، د کورنيو چارو وزارت ارشد معين خوشحال خان سادات او د ملي امنيت د ولايتونو رييس عبادالله عباد برخه درلوده.

د غور والي غلام ناصر خان خاضع له ورغلي پلاوي سره په خبرو کې وويل چې په ژمي په دغه ولايت کې دښمن جګړه نه شوای کولای، خو له غويي مياشتې راهيسې يې پيل ورته کړی دی.

والي وويل، دښمن د پر وخت ملاتړ او امکاناتو د کمښت له امله په دولتيار، شهرک، تولک او تيوره کې ځينې ناامنۍ جوړې کړې وې، خو په دې وروستيو کې بېرته حالت قابو شوی دی.

ده وويل، هغه سيمې چې د جګړې پر لومړۍ کرښه وې، اوس هلته حکومتولي سمه شوې ده، خو لا هم ځينې ګواښونه شته.

د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومي رييس عبدالمتين بېګ وويل، دغه ولايت ته يې د سفر موخه د حالت ارزول و او د هغو ستونزو د حل په اړه چې ولايتي ادارې يې يادونه کړې، د همکاري ډاډ ورکړ.