د شاجوی ولسوالۍ د خاکې لېسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د پوهنې امریت له لوري د سیمې د قومي مشرانو په شتون کې د خاکې لېسې رغنیزې چارې د پټۍ په پرېکولو سره پيل شوې.

د معلوماتو پر بنسټ سږکال په شاجوی ولسوالۍ کې یوویشت ښوونځي په پاخه او اساسي ډول جوړیږي، چې د هغو له جملې څخه د یو ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دا لېسه به په دوه ودانیو کې چې هره ودانۍ به اووه ټولګي ولري رغول کیږي.

د یادې لېسې د جوړیدو مالي لګښت د ولسي تړون له لوري ورکول کیږي، چې ساختماني چاري به يې دکلى شورا لخوا مخته یوړل شي.