کوټ ولسوالۍ کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ننګرهار ولایت، د کلیو پراختیا ریاست اړوند، د اوبو رسولو ملي پروګرام له لوري، د کوټ ولسوالۍ په شیخان چوغاني سیمه کې، د اوبو رسولو یوه شبکه تر جوړیدو ورسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یادې شبکې دوه میلیونه یو سلو درې پنځوس زره درې سوه درې دیرش افغانۍ لګښت را غلی او همداراز ددې شبکې د جوړېدو چارې د څلورو میاشتو په اوږدو کې بشپړې شوي دي.

د یادونې وړده چې ۲۸۰ کورنۍ به د یادې شبکې، د څښاک د پاکو اوبو څخه ګټه پورته کړي.