کامې کې شپيته جريبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اړوند بېلې سيمه کې شپیته جريبه دولتي ځمکه له غصب خلاصه او د اراضۍ ادارې ته وسپارل شوه.
د کامې ولسوال شریف الله فضلي وايي: د يادې ځمکې يوه اندازه برخه سيند ویجاړه کړې او شپیته جريبه يې غصب شوې وه، چې د سیمه ییزه ادارې په همغږۍ او امنیتي ځواکونو په مرسته له غصب څخه خلاصه شوه.
د يادونې ده، چې په ننګرهار کې د دولتي ځمکو غصب څخه د خلاصون هڅې ګړندۍ شوي او له تېرو پنځو مېاشتو راپدېخوا زرګونه جريبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده.