جلال آباد کې د سړکونو او ویالو د جوړولو چارې پیل شوې

د جلال اباد د ښاروالۍ په همغږۍ د ۹مې ناحیې اړوند د دوو پرمختیایي شوراګانو د دویمې درجې کانکریټي سړکونو او ویالو د جوړولو چارې پیل شوې.
په دغه پروژې څه باندې ۱۲ نیم میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې ۳۱۲۶۶۶۸ لګښت یې د عدل او ضاوالحق د پرمختیایي شوراګانو او پاتې د ولسي تړون پروګرام له لوري ورکول کیږي، چې چارې به یې په شپږو مېاشتو کې بشپړې شي.
په دې پروژو کې د ۱۶۹۲ متره په اوږدوالي دویم درجه سړکونو کانکريټول، د ۱۰۱۶ متره په اوږدوالي ویالې او دغه راز ۸ کانکریټي پلچکونو جوړول شامل دي، چې د چارو پرمهال به د سیمې ۴۲۸۰ تنه ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو ته د کارکولو زمینه هم برابره شي.