کندهار والي د چين هيواد له سفير سره وکتل

د کندهار والي حيات الله حيات د چين هيواد سفير ليو جين سونګ سره په لیدنه کې، د یاد هيواد سفير او ورسره راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ویلو سربېره، د افغانستان او چين هېواد د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو په ارزښت او د هغه پر لا پياوړتيا يې هر اړخيزه خبرې وکړې.
ده دغه راز د خپلو خبرو پرمهال د چين هيواد له چارواکو څخه مننه وکړه، چې په کندهار کې له زياتې مودې راهيسې د ميرويس حوزوي روغتون سره د ملاتړ په موخه دوامداره همکارۍ ترسره کوي.
حيات د ياد هيواد له سفير څخه د ميرويس حوزوي روغتون د خدمتونو د پراختيا، ياد روغتون د ډاکټرانو لپاره په چين هيواد کې د تخصص د زمينې برابرولو په برخه کې هم د همکاريو غوښتنه وکړه.
په مقابل کې د چين هيواد سفير ليو جين سونګ د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستانه اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ستاينه وکړه او د کندهاري ځوانانو لپاره يې د سکالرشيپونو، روغتيا پالانو لپاره يې په ياد هيواد کې د تخصص د زمينې برابرولو او ميرويس حوزوي روغتون سره يې د خپلو همکاريو د پراختيا په برخو کې کندهار والي ته د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ.