د هلمند ولسونو د تلپاتې سولې په رامنځته کېدو ټینګار وکړ

د سولې او اوربند تر سرلیک لاندې جوړه شوې غونډه کې، چې پکې ګڼ شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او مېرمنو ګډون کړی ؤ، ګډونوالو د جګړې پر ښکیلو غاړو د اوربند او سولې ته د رسېدو په موخه ټینګار وکړ.
د هلمند والي محمد یاسین خان د وینا پر مهال وویل: حکومت له پیله تر اوسه سولې ته پوره ژمنتیا لري او هڅه کوي، ترڅو جګړه ختمه او ولسونه ارام ژوند ولري.
ده وویل: د ولایت په کچه هم د سولې لپاره هڅې روانې دي او ولس ته هم پکې ونډه ورکړل شوې ترڅو منځګړیتوب وکړي او خپل مسولیت ترسره کړي.
د سولې اړوند یاده جوړه شوې غونډه کې د نورو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې او د دولت له وسلوالو مخالفینو څخه وغوښتل، چې د سولې روانو خبرو ته مثبت ځواب ووايي او په هېواد کې روانه جګړه ختمه کړي.
دوی څرګنده کړه، چې د اسلام دين له مخې دغه جګړه هېڅ روايښت نه لري او بايد وسله وال طالبان نور پدې قانع شي، چې تاوتریخوالی، ورور وژنه، ورانونه او نورې ناخوالې حل لارې نه دي، بلکې مذاکرات او خبرې اترې کولای شي، چې ستونزې ته حل لاره پېدا کړي.
په دغې غونډه کې د یوناما د دفتر مشر روبین هم خبرې وکړې. دده په وینا نړیواله ټولنه دې ته پوره ژمنتیا لري، چې نور په افغانستان کې جګړه ختمه شي او افغانان پر یوه ټغر راټول شي.