عبدالرحمن زرمتی د څمکنیو د نوي ولسوال په توګه معرفي شو

عبدالرحمن زرمتی، چې تر دې وړاندې یې په سیدکرم، لجه منګل، جاني خېل، ګرده څېړۍ، روحاني بابا او شواک ولسوالیو کې د ولسوال په توگه دندې تر سره کړي دي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازيله لوري د څمکنیو ولسوالۍ خلکو او کارکوونکو ته د نوي ولسوال په توګه معرفي او رسماً یې په دنده پیل وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د څمکنیو پخوانی ولسوال عیدمحمد احمدزی د ډنډ پټان او دغه راز د ډنډ پټان ولسوال ګلاب شاه د سیدکرم ولسوالۍ د نوي ولسوالانو په توګه معرفي شوي دي.