په خوست کې د چینار کلنۍ مشاعره ترسره شوه

خوست کې د چینار کلنۍ دودیزه مشاعره، چې د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ جوړه شوې وه، پکې د یاد ولایت او نورو ولایتونو د سلګونه تنو شاعرانو همدارنګه د ادب، هنر او فرهنګ برخې مینه والو ګډون کړی ؤ.
خوست والي محمد حلیم فدايي د مشاعرې په پیلیزې وینا کې، د خپلواکۍ په ساتلو کې د تاریخ د زده کړو اغیز او په خپلواکۍ کې د شاعر په رول خبرې وکړې ویې ویل: که غواړو، چې خپلواکي وساتو یو اساسي درس دا دی، چې موږ له تاریخ څخه زده کړه وکړو او د تاریخ پیغام او متحوا د اوسني عصر لپاره د عبرت په توګه وړاندې کړو.


ده دغه راز وویل: خپلواکي یوازې په شعارونو نه ساتل کیږي، بلکې خپلواکي د ګڼو بنسټیزو، اقتصادي، ټولنیزو، فرهنګي، جغرافيي او تاریخي ابعادو له تحلیل او ارزیابۍ له مخې د خپل ملت لپاره ملي ګټې تعریف کول او د سرې کرښې په توګه منل او په دې اساس له دوست او دښمن سره معامله کول موږ ته د تل پاتې خپلواکۍ اساس جوړه وي.


په دې مراسمو کې، د غازي امان الله خان په اړه جوړ شوی مستند فلم هم ګډونوالو ته وړاندې او ورپسې د اوربلکو(اورلوبه) تر سره شوه، چې د غونډې ګډونوالو ته یې خوښي وروبښله.
دغه راز د خوست او بېلابېلو ولایتونو شاعرانو خپل شعرونه زمزمه کړل، چې پکې د یووالي، خپلواکۍ ساتلو، امن، سولې، مینې او ورورولۍ پیغامونه ځای پر ځای شوي ؤ.