هلمند والي د لښکرګاه ښار د هټۍ والو او ښاریانو ستونزې له نږدې واورېدې

هلمند والي محمد یاسین خان، چې د لښکرګاه ښاروال يې هم ملتیا کوله، په ښار کې پلی وګرځېده او په دې توګه یې د هټۍ والو او ښاریانو ستونزې له نږدې واورېدې.
ده دغه راز له هټۍ والو څخه غوښتنه وکړه، چې د ښار نظم، پاکوالي او معياريتوب لپاره له ښاروالۍ سره مرسته وکړي او له هر ډول خپلسريو کړنو څخه ډډه وکړي.
یاسین خان همداراز د لښکرګاه ښاروال ته لارښوونه وکړه، چې د سړکونو او واټونو پر سر د هټۍ والو لپاره مناسب ځای په نښه او هلته یې ولېږدوي، تر څو له ګډوډیو څخه مخنیوی وشي.