د نیمروز لپاره نوی ټاکل شوی مرستیال والي معرفي شو

د نیمروز لپاره نوی ټاکل شوی مرستیال والي عبدالنبي براهوي د یوې غونډې په ترڅ کې د ملکي او نظامي ادارو مشرانو او خلکو ته معرفي شو.
په دغه غونډه کې نیمروز والي سید ولي سلطان، براهوي یو با استعداده ځوان وباله، چې په وینا یې نوموړی د یاد ولایت د خلکو له دود، کلتور او نورو مسایلو سره پوره بلدتیا لري.
د نیمروز نوي ټاکل شوي مرستیال والي د وینا پرمهال له ولسمشر او د نیمروز د والي له باور څخه مننه وکړه، او ژمنه یې وکړه، چې په پوره ژمنتیا، صداقت او ملي فکر سره به د پام وړ خدمات ترسره کړي.