د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د نمانځلو په موخه له ولایتونو سره د ولسمشر لارښوونې شریکې شوې

د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د غوره نمانځنې په موخه، د چارو د ادارې او سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه ادارې رهبري له لوري، د ۳۴ ولایتونو له والیانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د جمهور رئیس لارښوونې شریکې شوې.
د چارو د ادارې مشر سید وحیدالله قتالي وویل: د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې نمانځل به داځل له تېرو کلونو سره په ستر توپیر او لسګونه بېلابېلو پروګرامونو سره ونمانځل شي.


په ورته مهال د سیمه ییزه اورګانونو خپلواکه ادارې د ښاروالیو معین او سرپرست عبدالباقي پوپل هم په خپلو خبرو کې والیانو ته په بېلابېلو برخو کې لارښوونې وکړې.
د پوپل په وینا، د خپلواکۍ سلمې کالیزې په ویاړ دې داځل د والیانو په سپارښتنه په ولسوالیو کې هم ولسوالان او نور چارواکي له دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو او د ټولنې له نورو اقشارو سره ناستې وکړي.


دغه راز یادونه وشوه، چې د زمري د مېاشتې لومړۍ ورځ به د ملي بیرغ ورځ وي، چې په ټول هېواد کې ملي بیرغونه راځړول شوي او راپور به یې د هوایي ځواکونو له لوري له جمهور رئیس سره شریک شي.
په دغه ویدیو کنفرانس کې د هېواد ټولو والیانو په خپلو ولایتونو کې د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمې کالیزې نمانځلو په هکله بشپړ چمتوالی وښود، چې په ترڅ کې به یې بېلابېل پروګرامونه په نظر کې نیول شوي دي.