پکتيا میشتي فرهنګيان: د غازي امان الله خان د فکر او تګلارې د دوام لپاره کار کوو

د پکتیا یو شمېر مدني او فرهنګي فعالانو، ادیبانو، او د پوهنتون ښوونکو د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د د غزلیز ماښام تر سلیک لاندې مراسمو کې وویل: دوی به له خپلواکۍ څخه د قلم په زور پالنه وکړي او د غازي امان الله خان د فکر عامولو او د هغه د تګلارې د تداوم لپاره به کار وکړي.
په دغه مراسمو کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازي د وینا په ترڅ کې د غازي امان الله خان پر ژوند او مبارزې رڼا واچوله ویې ويل: افغانستان اوسهمال هم هېواد د امان الله د زمانې په څېر د بهرنیو له دسيسو او یو شمېر کورني کړیو له لوري ننګول کیږي خو افغانان باید د تاریخ بدمرغه تکرار ته اجازه ورنکړي.


د غزلیز ماښام ګډونوالو د خپلواکۍ په اړه خپل شعرونه او مقالې ولوستې، چې د ګډونوالو له لوري وستایل شول.
د غزلیز ماښام په دغه ناسته کې د کابل، خوست او پکتیکا د شاعرانو او ادیبانو ترڅنګ، د پکتیا پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي محصلینو هم ګډون کړی و او د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ یې په خپلو لاسونو جوړ شوي ودانیز موډلونه نندارې ته وړاندې کړل.