رحمت الله یارمل د شیخ متي لېسې د لیلیې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زابل والي وویل: ولایتي ادارې د امنیتي ادارو سره په همغږۍ، وکولای شول سږ کال ددې ولایت په لیرې پرتو ولسوالیو کې د د دولت د مخالفینو له لوري تړل شوي ښوونځي بېرته خلاص او زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
ده دغه راز وویل: یاده ودانۍ به په څلورو پوړونو کې په معیاري بڼه جوړه شي، چې شپېته میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، او د دولت له عادي بودیجې څخه ورکول کیږي.