هرات کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لومړنۍ مرکز پرانېستل شو

د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش دغه مرکز د هرات والي عبدالقیوم رحیمي او د معلوماتو او احصايې ملي ادارې د مشر احمد جاوید رسولي له لوري پرانېستل شو.
هرات والي د یاد مرکز د پرانېستلو د هرکلي ترڅنګ وویل: برېښنايي پېژندپاڼې د حکومتوالۍ بهیر چټک او اسانوي .
ده ددې ټکي په څرګندولو سره چې پېژندپاڼې زموږ هویت دی وویل: د نورو مزیتونو ترڅنګ برېښنايي پېژندپاڼې د جعل او درغلۍ په مخنیوي کې مهم رول لوبولای شي.
دغه مرکز کې به شپيته تنه کارکوونکي فعالیت کوي، چې هره ورځ به شاوخوا زرو کسانو ته د پېژند پاڼو د ویش خدمات وړاندي کوي .
هرات له کابل وروسته لومړنی ولایت دی، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز په کې پرانېستل کیږي .