وازیخوا، وړ ممۍ او تروو ولسوالیو ته په امنیتي برخه کې ځانګړې پاملرنه کېږي

د پکتیکا والي ‌‌‌‌‌‌مجیب الرحمن څمکني د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په موخه جوړه شوې ناسته کې، په یاد ولایت کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي وستایله او سپارښتنه یې وکړه، چې د امنیتي وضعیت د لا ښه کیدو لپاره باید هڅې لا ګړندۍ شي.
ده دغه راز د امنیتي ادارو چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د وازیخوا، وړ ممۍ او تروو ولسوالیو د امنیت د ښه والي په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د څمکني په وینا، په مرکز ښرنې او شاوخوا سیمو کې د شپې له لوري د ګډو ځواکونو سیارې ګزمې ګټورې تمامې شوي دي.
په دې ناسته کې، د پکتیکا ملي امنیت رئیس او امنیه قوماندان ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ څرګند کړ، چې د پخوا په پرتله د یاد ولایت امنیتي وضعیت ښه شوی دی.د یاد چارواکو په وینا. په ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې د امنیتي ځواکونو لپاره د ښو امکاناتو د برابرولو په برخه کې جدي اقدامات ترسره شوي دي.