د اتلسمې مڼې ګل مشاعرې جوړېدل

دغه مڼې ګل مشاعره، د میدان وردګو او ټول افغانستان د لسګونو شاعرانو، ادیبانو او د ادب او پوهې مینه والو په ګډون سره، د چنګاښ په ۱۱مه، د میدان وردګو ولایت د ودانۍ په شنه انګړ کې، د کلام الله مجید د څو آیاتونو په تلاوت او د ملي سرود په اورولو سره پیل شوه. ورپسې د میدان وردګو والي ډګرجنرال مظفرالدین یمین، د وینا په ترڅ کې، د سیمه ییزه اورګانونو د خپلواکه ادارې د عمومي رئیس عبدالمتین بیک پیغام هم ولوست، چې یوه برخه کې یې راغلي ؤ: «د کرنیز تاریخ او کره معلوماتو له مخې، د افغانستان په دودیزه کرکیله او بڼوالۍ کې، د مڼو نوی او پرمختللی نسل، نېږدې نیمه پیړۍ دمخه، د عصري کرنې د یوه پیاوړي ډاکتر، ارواښاد عبدالوکیل، د زیرک شعور، او ژوندپالنې د محصول په توګه رامنځته شو.»

مشاعره کې ټولټال، یودېرش تنو خپل شعرونه، نظمونه او ځنو هم راوړي نظمونه د ترنم په بڼه وړاندې کړل چې ټول یې د ویناوالو رنګین فکرونه او خیالونه ځلول.

دغه راز د سیمه ییزه اورګانونو د خپلواکه ادارې فرهنګی سلاکار محمد انور وفا سمندر، د لنډې وینا په ترڅ کې، د هستۍ او ژوند مینه ګر طبعیت ته په پام سره، ګډونوال او بیا په تېره ځوان پنځوال، کلام او ادب د مینې له عطرونو په ډک باغستان اړولو، په لور را وبلل.

مشاعره نېږدې تر دو بجو پورې روانه وه، چې بهیر یې د غږ او تجلا راډیو ګانو او دغه راز خواله رسینو له لارې خپرېده.

دغه راز د مشاعرې په پای کې پر یو شمېر شاعرانو او مېلمنو ستاینلیکونه او ډالۍ ووېشل شوې.