په کندهار کې په لومړي ځل ۳۵۰ بستریز روغتون ګټې اخستنې ته وسپارل شو

د عامې روغتیا وزیر سربېره یو شمېر وزیرانو، معینانو، و لسمشر سلاکارانو، په ټولنیزو چارو کې د ولایت مقام مرستیال حاجي آغالالی دستګیري او ګن شمېر مشرانو د عینومېنې ۳۵۰ بستریز روغتون د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخستنې ته وسپاره.

ښاغلي پېروز وويل: ياد روغتون په عصري او مجهز ډول جوړ شوی دی چې دا مهال پکښي د جراحي عملياتو، داخله ناروغيو، کوچنيانو او نسايي او ولادي صحي خدمات موجود دي، د وخت په تېرېدو سره به پکښي د سرطان او نورو ناروغيو عملياتونه هم ترسره شي.

یاد روغتون، چې په ۱۳۷ جریبه ځمکه کې د ۶۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت، په څلور پوړونو کې جوړ شوی چي د جوړیدو چارې يې په درې کاله او اتو میاشتو کې بشپړې شوي دي.