لغمان: د سلطان غازي بابا د نجونو لېسې لپاره ودانۍ جوړیږي

د لغمان د مهترلام ښار د سلطان غازي بابا د نجونو د لېسې بنسټ ډبره د لغمان والي محمد آصف ننګ له لوري کېښودل شوه.
لغمان والي وايي: د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ به شل بیلابېلې پروژې پېل شي، چې ډیری یې د پوهنې او روغتیا په برخو کې دي.
د سلطان غازي بابا د نجونو لېسه به په دوو پوړونو کې جوړه، چې د احاطې سربېره، اته تدریسي او اووه اداري خونې به ولري.
ددغه ښوونځي د ودانۍ په جوړېدو (۱۹۳۶۱۷۹۴) میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.