لغمان: مهترلام ښار کې د یو سوداګریز مارکیټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د لغمان والي محمد آصف ننګ له لوري، د یو تجارتي مارکیټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه. ياد سوداګریز مارکېټ په دوو پوړونو کې چې ۲۰ هټۍ، ۳ سوپر سټورونه، يوه د ښیښې خونه، يو جيم کلپ، يو د سپورټ برخې سټور، يو راستورانت، ۱۴ تشنابونه، يوه د ايسکريم خونه، ۶ دفترونه، د زيوراتو برخه، ۶ د مسافرو خونې، انټرنېټ او ګڼو نورو اسانتياو لروونکی به وي، د یو کال په ترڅ کې جوړیږي.
ددغه سوداګریز مارکیت په جوړېدو څه باندې یو دېرش میلیون افغانۍ لګښت راځي.