د کونړ سیند مهارولو لپاره حکومت یو میلیارد افغانۍ لګوي

د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د کونړ، لغمان او ننګرهار والیان سربېره د حکومت لوړ پوړو چارواکي هم حاضر ول، د کونړ سیند مهارولو چارې پیل شوې.
د پلان له مخې، په راتلونکي دوه کلونو کې به د کونړ سیند دواړو خواوو ته (۵۰) کلیو متره بولډروال جوړ شي.
د کلیو او پراختیا وزیر وايي، د سیند دواړو غاړو ته د پنځوس کیلو متره بولډروال پر پروژې یاد وزارت څه باندې یو میلیارد افغانۍ لګوي، چې په دوو برخو کې به یې چارې بشپړې شي.
دغه راز د کونړ والي عبدالستار میرزکوال بیا وايي، نوی جوړېدونکی استنادي دېوال د مرکز اسداباد له نواباد سیمې پیل او تر نورګل ولسوالۍ به په دوه پازو کې د سیمه ییزو شوراګانو له لوري جوړ او څه باندې درې زره هکتاره ځمکه به له سینده راوګرځول شي.